امنیت

د کونړ لسګونه کلي د دښمن له شتون څخه پاک شول

کابل/ د ليندۍ ١٧مه/باختر
د کونړ څو کلي په ډار اچوونکو ضد عملياتوکې د طالبانو او داعشيانو له شتون څخه پاک شول.
دغه عمليات درې شپې او درې ورځې کېږي چې د دانګام ولسوالۍ په ځينو سيموکې دوام لري.
د هېواد په ختيځ کې د سېلاب قول اردو يوه جګپوړي قوماندان باختر آژانس ته وويل  چې په عملياتوکې تر اوسه د دانګام ولسوالۍ لسګونه کلي د دښمن له شتون څخه پاک شوي دي.
هغه دغه راز په دانګام کې د طالبانو او داعشيانو د څلورو مرکزونو د ويجاړولو  يادونه وکړه او زياته يي کړه چې په علمياتوکې تر اوسه ٨ طالبان او داعشيان وژل شوي او څو نور يې ټپيان شوي دي.
ويل کېږي په عملياتوکې پوځيانو او ملکيانو ته زيان نه دى اوښتى.
ختم-ج- اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته