ښوونه او روزنه

دناصرخسرو بلخي دليسې نوې ودانۍ پرانستل شوه

کابلباختردعقرب اوله
دناصرخسرو بلخي دعالي ليسې نوې ودانۍ نن دکابل ښاردتايمنيو په ساحه کې پرانستل شوه او د زده کوونکو داستفادې وړ وګرځيده .
دباخترآژانس دخبريال دخبر له مخې  :  په هغې غونډه کې چې له همدې امله ددغې ليسې په انګړ کې جوړه شوې وه دپوهنې وزير فاروق  وردګ خبرې وکړې او  ويې ويل  دناصرخسرو بلخي دعالي ليسې نوي ودانۍ دامريکا په مرسته دڅوارلسو مليونو افغانيو په لګښت جوړه شوې ده چې شپاړلس درسي او څلوراداري خونې اونور ضروري ملحقات لري .
ديادونې وړ ده چې ددغې ليسې زده کوونکو پخوا د درسي خونو دکمښت له امله په پرانستي فضا کې په زده کړه بوخت وو  چې دنوې ودانۍ په جوړولو سره دناصر خسرو بلخي په ليسه کې دغه ستونزه لرې شوې ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته