حامد کرزي په کاپيسا کې دڅلورو تنو فرانسوي عسکرو دوژل کېدو په خاطر دخپلې ژورې خواشيني او ډاډګيرنې مراتب دفرانسې جمهوررييس ، دقربانيانو کورنيو اودفرانسې خلکو ته څرگندوي
دباختر اطلاعاتي اژانس ته د جمهوري رياست دمطبوعاتي دفتر دمعلوماتوله مخې.
دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهوررييس حامدکرزي په کاپيسا ولايت کې دڅلورو تنو فرانسوي عسکرو دوژنې اوشپاړلسو تنو نورو دټپي کېدو له امله خواشيني څرگندوي .
درپوټونوله مخې نن سهار دملي اردو يو سرتيري د کاپيسا ولايت په تګاب ولسوالۍ کې دناټو دميشتو ځواکونو په لور ډزې وکړي څلور تنه فرانسوي سرتيري يې ووژل او شپاړلس تنه نور يې ټپيان کړل .
دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهوررييس په دې ترڅ کې چې ددغې پيښې درامنځته کېد و په خاطر خواشينې دي دفرانسې جمهوررييس ، دقربانيانو کو رنيو او ددغه هيواد خلکو ته دخپلي ژورې خواخوږي اوډاډ ګيرنې مراتب څرگندوي.
حامدکرزي دافغانستان اوفرانسې لرغونو تاريخي اړيکو په اشاري سره وويل : فرانسې په تيرو لسو کلونو کې له افغانستان سره زياتي مرستي کړي دي او دافغانستان او ددوست هيواد فرانسې اړيکې دتاريخ په اوږدو کې صادقانه وي چې تل دافغانانو ن دخوښي سبب شوي دي.