ټولنه

د افغانستان د سولې د ټينګښت د ښاري پروګرام دويمه دوره په باميانوکې پرانستل شوه

کابل باختر د چنګاښ  شپږمه :
په افغانستان کې د مصوونيت او امنيت د ښاري پروګرام تر عنوان لاندې د سولې  د ټينګښت د ښاري پروګرام دويمه دوره پرون په باميانو ولايت کې پرانستل شوه .
په باميانوکې د (يو.ان. هبيتات موسسې مسوول سيد عزيز مبارز باخترآژانس ته وويل چې ددغه پروګرام په دويمه دوره کې په دريو کلونوکې دباميانو دمرکز شپږ شوراګانې تر پوښښ لاندې نيول کيږي او هرې شورا ته  اويا اويا زره  امريکايي ډالره په پام کې نيول شوي دي .
  په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت په باميانو ښارکې د هالند د سفير جيفري ون ليوون، په افغانستان کې  د ملګرو ملتو د سازمان د بشر د ځاى پرځاى کولو د دفتر رييس تيم مکنر، د ښار او کور جوړولو د وزارت سرپرست  روشان ولسمل، د کورنيو چارو او د ښځو چارو د وزارتونو او د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې معينانو مسعود احمد عزيزي، سپوږمي وردګ او عبدالباقي پوپل، کابل ښاروال عبدالله حبيب زي، د رسنيو مسوولينو او د دغه ولايت خلکو په ګډون په باميانو ښارکې جوړه شوه، د باميانو والي له مرستندويو بنسټونو څخه قدرداني وکړه او د سولې د ټينګښت کاري پروګرام يې مثبت او اغيزمن وباله او زياته يې کړه چې د باميانو ښار، ښاري او فرهنګي ماستر پلان لري .
د باميانو والي د اړوندو ادارو له رييسانو، د ښار جوړولو له وزارت، کابل ښاروالۍ او د سيمه ييزو ارګانونو له خپلواکې ادارې څخه وغوښتل چې د ښارګوټو د ملکيتونو د ليږدونې په بهيرکې  د باميانو له سيمه ييزې ادارې  سره  همکاري او هر اړخيزملاتړ وکړي چې دپروګرامونو د ځنډيدو مخه ونيول شي .
په دې غونډه کې د ښار او کور جوړولو وزارت سرپرست روشان ولسمل وويل  چې د ښاري خونديتوب او امنيت پروګرام به د هېواد په نورو ولايتونوکې هم  تطبيق شي . 
ده  له خلکو څخه وغوښتل چې په دې پروګرام کې له خپل دولت او حکومت سره مرسته او همکاري وکړي چې په راتلونکي کې له هره پلوه خوندي او باثباته  ښار ولرو .
په افغانستان کې د سولې دټينګښت د ښاري پروګرام مسوولې فروزان عبدالله  رسنيو ته وويل چې دغه پروګرام د هالند او د سويس د پرمختيايي کميټې په مالي مرسته او د ښار او کور جوړولو او د کورنيو چارو د وزارتونو او د ښارواليو  د معينيت په همکارۍ په  ٢٠١٥ کال کې پيل شوى دى او تر  ٢٠١٨ کال پورې  دکابل، باميانو، نيلي،  هرات، فراه، کندز،  مزارشريف او د جلال اباد په ښارونوکې دوام کړى او په سم ډول تطبيق شوى دى .
دې زياته کړه: د دغه پروګرام په لومړۍ دوره کې د څه ناڅه څوارلسو ميليونو امريکايي ډالرو په لګښت په دغو اتو ښارونوکې يوسلو نولس پرمختيايي  شوراګانې او د ګذر نولس شوراګانې جوړې شوې دي او پروژو مو په سم ډول تطبقې کړې او د دغه پروګرام په دويمه دوره کې به څه ناڅه اوولس ميليونه امريکايي ډالره په اتو ښارونوکې ولګول شي چې ددغه پروګرام له لومړۍ دورې  څخه څه ناڅه يو ميليون تنو په مستقيم ډول ګټه واخسته او په غير مستقيم ډول  ټول هغه خلک چې په دغو اتو ښارونوکې ژوند کوي؛ له دغه پروګرام څخه ګټه اخستې ده .
  ختم_  ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته