امنیت

په مرکزي بغلان کې د نويد – ١٩ پوځې عمليات په برياليتوب سره دوام لري

کابل باختر دتلي يوولسمه :
د نويد – ١٩ د ګډو عملياتو په دوام وسله والو طالبانو ته د سر د زيانونو په اوښتو سربيره په مرکزي بغلان کې ځينې ناامن کلي د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاک شوي دي
د بغلان ولايت د امنيې قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر مرستيال احمد جاويد بشارت د باخترآژانس خبريال ته وويل: د نويد – ١٩ پوځي عمليات چې څلور ورځې مخکې په غيرقانوني ډول د پيسو د اخستلو په باب په خلکو د طالبانو  د ورځ په ورځ زياتيدونکو فشارونو له امله پيل شوي و، د شاهي خيلو،  شهي خيلو او د ذکرخيلو په کليو پورې اړوند څه ناڅه پنځلس کوچني کلي د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاک شوي دي .
بشارت زياته کړه : ددغو کليو  په پاکولو سربيره دنويد – ١٩ دعملياتو په بهير کې  پنځه تنه وسله وال طالبان وژل شوي  او يوولس تنه نور ټپيان شوي دي  چې په وژل شويو  کسانو  او ټپيانو کې بهرني اتباع هم شامل دي .
  دغه راز په دغو عملياتوکې د وسله والو طالبانوله خوا د مرکزي بغلان په ولسوالۍ کې په لسګونو ښخ کړي شوي ماينونه کشف او شنډ کړى شوي دي .
  بشارت زياته کړه: اوس ددغو کليو  په  پاکولو سره  طالبان  د تيښتې په حال کې دي او په بغلان او کندزکې ټول امنيتي ګواښونه لرې شوي دي .
دغه عمليات په بشپړه توګه دمرکزي بغلان دکليو ترپاکولو پورې دوام لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته