ښوونه او روزنه

دپوهنې وزير : يوولس زره تنه نوي ښوونکي اوکارکوونکي به دازمويني له لاري په دغه وزارت کې وګومارل شي

کابل باختردوري دمياشتې ٦نيټه  :
دپوهنې وزير فاروق وردګ دنوي تعليمي کال دپيل په مراسمو کې دهيواد دپوهنې  دښه والي اوپرمختګ خبري کړي دي.
دباختراژانس  دخبرله مخې  دپوهنې وزير په دغو مراسمو کې دپوهنې په برخه کې پرمختګ ته په اشاري سره وويل  په تيرو لسو کلونو کې دهيواد پوهنې زيات پرمختګ کړي دي او دغه پرمختګونه دښه والۍ په لور روان دي.
ده زياته کړه دپوهنې وزارت دپلانونو له مخې په نوي تعليمي کال کې   په سلو کې دڅلويښتو نجونو په گډون يواعشاريه څلورو مليونه نوي زده کوونکي طالب العلمان اومحصلان دهيواد په تعليمي موسسو کې شامليږي.
فاروق وردګ زياته کړه له دي جملي څخه  يو اعشاريه  دري مليونه تنه په عمومي تعليماتو کې څلويښت زره تنه يي په اسلامي تعليماتو کې  ديرش زره تنه يي دښوونکي  په موسسو کې او ديرش زره تنه نور يي په تخنيکي اومسلکي  تعليماتو کي شامليږي .
ده په ډاګه کړه  دغه راز دروان کال  دوري په مياشت کې به يوولس زره نوي ښوونکي اوکارکوونکي ديوي ملي ازمويني له لاري  په نويو دندو وګومارل شي .
دا په داسي حال کې ده چې يوه ورځ مخکي دلوړو زده کړو  وزارت دمحصلانو  دچارو معين پوهاند بري صديقي  په يوه خبري غونډه کي  وويل دکانکور دازمويني  شپيته زره برخه وال به دنيمه لوړو  زده کړو موسسو ته معرفي شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته