امنیت

د وسله والوطالبانوله منګولوڅخه دفارياب ولايت دانتخاباتو ددوو تنوکارکوونکو دخلاصون لپاره هلې ځلې دوام لري

کابل باختر د وږي نهه ويشتمه :
په فارياب ولايت کې سيمه ئيز مسوولين وايي چې د وسله والوطالبانو له منګولو څخه ددغه ولايت د انتخاباتو دکميسيون د دوو تنو کارکوونکو دخلاصون لپاره هلې ځلې دوام لري .
پرون دانتخاباتو دکميسيون دوه تنه کارکوونکي په المار ولسوالۍ کې کله چې د راى ورکوونکو د نوم ليکنې له يومرکزڅخه خپلوکورونو ته روان و؛ د يوې ډلې وسله والو طالبانو له خوا پرې بريد وشو او وتښتول شول .
دفارياب ولايت يو سيمه ئيزمسوول چې ويې نه غوښتل نوم يې واخيستل شي؛ د باخترآژانس خبريال ته وويل چې دوى هلې ځلې کوي چې د قومي مشرانو له لارې تښتول شوي ځوانان دطالبانوله منګولو څخه خلاصې کړي.
ددغه سيمه ييزمسوول دڅرګندونو له مخې: قومي مشرانو د انتخاباتو دکميسيون ددغو دوو تنو کارکوونکو دخلاصون په خاطر له طالبانو سره خبرې پيل کړې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته