سیاست

مطبوعاتي اعلاميه!

 کابل باختر د وږي ١٥ مه
د کابل ښار په شپږمه ناحیه کې د پرونيو تروریستي برېدونو په اړه د ارګ مطبوعاتي اعلامیه!
وحشي تروریستانو پرون مازدیګر د کابل ښار په شپږمه ناحیه کې پر میوند پهلوانۍ کلپ د برید په پایله کې یو شمېر ورزشکاران او ننداره کوونکي شهیدان او ټپیان کړل.
دغه راز له دغه تروریستي برید وروسته په بله تروریستی پېښه کې یو شمېر ملکي وګړي، خبریالان او امنیتي ځواکونه شهیدان او ټپیان شول.
جنایتکاره تروریستان له مرګ، وحشت، ورانۍ او جنایت پرته بل هیڅ هدف نه لري او پر ښوونځي، مدرسې، جومات، بازار، ورزشي ځایونو او ملکي وګړو برید د دې جنایتکارانو اصلي موخه  ګرځېدلې ده.
پر ملکي وګړو او د رسنیو په کارکوونکو برید د بیان پر آزادۍ برید او بشري ضد جنایت دی.
جمهوررئیس غني دغه تروریستي پېښې سختې وغندلې او اړوندو مسوولینو ته یې لارښوونه وکړه چې ټپیانو او د قربانیانو کورنیو ته عاجله رسېدګي وکړي او ددې دردناکې پېښې د رامنځته کېدو څرنګوالی وارزوي.
د هېواد جمهوررئیس د شهیدانو کورنیو ته د تسلیت او همدردۍ ژور مراتب څرګندوي او ټپیانو ته د خدای تعالی په دربار کې د بشپړې روغتیا دعا کوي.فضل واحد

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته