سیاست

دمشرانوجرګی په عمومی غونډه دتنباکو په قانون کې تعديل رامنځته شوه

کابل باختر د چنګاښ  يوويشتمه
دمشرانوجرګی درییس فضل هادی مسلم یار په مشری ددی جرګی دیکشنبی په عمومی غونډه کی، دیو شمیردایمی کمیسیونونو دکاری رپوټونوپه وړاندی کولوبرسیره،دتنباکو اودخانیاتو دقانون دشلمی مادی په دویمی فقری کی دولسی جرګی دغړوتعدیلی طرحه،درایوپه اتفاق ردشوه.
دمشرانوجرګې مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
دغونډی په پیل کی دتنباکو اودخانیاتو دقانون دشلمی مادی په دویمی فقری کی دولسی جرګی دغړوتعدیلی طرحه چی دعامه هوساینی او نورو کمیسیونونوکی تدقیق اوڅیړل شوی وه،دسناتورانو،طیبی زاهدی او سارا سرخابی له خوا غونډی ته وړاندی شوه، چی دمجلس دیوشمیرغړود نظریو له وړاندی کولو وروسته، دغه طرحه درایو په اتفاق رد شوه.
دغونډی دآزادبحث په برخه کی دمجلس غړودحکومت اودطالبانوترمنځ په اسلام آبادکی دسولی دوروستی ناستی په هکله دخپلو نظریو دوړاندی کولو په ترڅ کی وویل،چی سوله یوپاکه کلمه ده اودهیواد ټول خلک سولی ته اړتیالری اودسولی دخبرو ترڅنګ باید په هیوادکی جګړی ته دپای ټکی کیښودل شی ، خوبیاهم طالبان خپلو ځانمرګو اویرغلیزوبریدونو ته دوام ورکوی اوهره ورځ زموږبی ګناه هیوادوال شهیدان کیږی خویوشمیرنوروسناتورانو دسولی داخبری دپردی ترشا دیوی معاملی پایله بولی،ټینګار یی وکړچی دسولی په دی خبروکی،دتیرودیارلسوکلونولاس ته راوړنی پر سربه هیڅ ډول معامله دملت لپاره دمنلو وړ نه وی.
په همدی ډول سناتورانوپه ننګرهار ولایت کی دداعش دتروریستی ډلی دمشر حافظ سعید اوددی ډلی دیوشمیر نورورهبرانو وژنه دهیواد دامنیت لپاره یوښه خبر وباله،زیاته یی کړه چی په ننګرهار اود هیواد په نورو ولایتونو کی هم باید ددی ډلی دله منځه وړلو په موخه اړین ګامونه پورته شی.
په کابل ښار کی دناامنیو زیاتوالی اوپه ځانګړی توګه دښاروالی په دریمی ناحیی کی دولایتی شورا د یوتن پخواني نوماند ټپی کیدل،دپکتیا،ارزګان اونورستان په ولایتونو کی دجګړی له امله بی ځایه شویو کورنیو ته دمرستی په رسولو ټینګار،دکندزدوالی دوړاندیز له مخی ددشت ارچی ولسوالی دمرکزپه لیږد نیوکه،په افغانستان کی دامریکایی ځواکونودوتلو اونه وتلو داړتیا په اړه ددی هیواد دسیاستمدارانوپه ضد ونقیض څرګندونو باندی نیوکه، د دیپلوماتیکو قوانینو پرنه عملي کېدلو او په امریکا کې دداسې سفیرپر ټاکل کېدو نیوکه چې ویل کیږي پر دواړو رسمي ژبو نه پوهیږي اویو شمیر نور موارد دسناتورانو له لوری غونډی ته وړاندی شول.
دغونډی رییس ددغو موضوعاتو د راټولونی په ترڅ کی وویل چی دامنیتی وضعی دسمون په لاره کی حکومت خپل مکلفیتونه نه دی ترسره کړی . ده په داسی حال کی چی په پارلمانی چارو کې د دولت دوزارت په کړنویی کلکی نیوکی وکړی،زیاته یی کړه چی په دی هکله دسناتورانو اندیښنی پرخپل ځای دی او دمشرانوجرګی درییسانوکمیټی دپریکړې له مخی به ددی جرګی په عمومی او دکمیسیونونو په غونډو کی ددولتی اراکینو له ګډون څخه ډډه وشی.مسلم یاردننګر هار ولایت دامنیتی وضعیت په اړه وویل چی له تیرو لسو ورځو را په دی خواه ددی ولایت په یوشمیر ولسوالیو کی دداعش او طالبانو ترمنځ کلکی نښتی روانی دی،چی ددی جکړو له امله عامو وګړو ته ډیر زیان اوښتی،خوددی جکړو په اړوند دحکومت پټه خوله پاتی کیدل دسوال وړده اوباید داړوندو ارګانونو مسوولین په دی اړه خلکو ته قانع کوونکی ځواب ووایی.دغونډی رییس سوله یوه اړتیا وبلله او ټینګاریی وکړ، خلکو ته باید ډاډورکړ شی چی دسولی په خبرو کی په تیرو دیارلس کلنو لاسته راوړنوباندی معامله ملت ته دزغم وړ نه ده.
همداراز په غونډه کی عبداللطیف نهضت یارپه سعودی عربستان کی افغانی حاجیانوته دلازمو اسانتیاوودبرابرولو په هکله دخپل رپوټ دوړاندی کولو په ترځ کی وویل چی دتیرکال په پرتله دحج له پروسی څخه لس میلیونه ډالره سپما شوی ده چی دهرحاجی مصرف ۲۴۵۰امریکایی ډالره ټاکل شوی،چی دتیر کال په پرتله ۲۵۰ډالره کمښت ښیی اوپه دی پیسو باندی دهر حاجی لپاره داستوګنی ځای،خوراک اومتبرکوځایونوته دانتقال ټول مصارف په پام کی نیول شوی.
دغونډی په بله برخه کی دپنځم تقنینی کال په لومړی اجلاس کی دکمیسیونونودکاری رپوټونو دوړاندی کولو په لړکی،سناتوری شفیقی نورزوخیل دښځوچارواودمدنی ټولنی دکمیسیون کاری رپوټ غونډی ته وړاندی کړ،چی ورپسی سناتوری طیبی زاهدی دعامه هوساینی دکمیسیون کاری رپوټ غونډی ته واوراوه.
همدارنګه قاری میرحاتم تره خیل دولایتی شورای ګانو،خوندیتوب اوامتیازاتودکمیسیون،محمد نادر بلوچ دکورنی امنیت اودفاعی چارودکمیسیون اوعبدالباقی بریال دمعلولینو،دشهیدانودورثی اومهاجرینو چارودکمیسیون کاری رپوټ، په پرله پسې توګه غونډی ته وړاندی کړل،چی دیادو کمیسیونونومشرتابه هیئت، دپنځم تقنینی کال دلومړی اجلاس په ترځ کی دخپلوکاری اجرااتوپه اړه دسناتورانو پوښتنوته بشپړ ځوابونه ور کړل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته