۱۰۰ ورځې

د ولايتي شوراګانو په سلوکې څه دپاسه اويا نوماندان ځوانان دي

کابل باختر دکب دوه ويشتمه :
د ولايتي شوراګانو د نوماندانو په عکسونوکې زياتره ځوانان ليدل کيږي.
داسې انګيرل کيږي چې دا ځلې زياتره ځوانانو علاقمندي ښودلې ده  چې په دغو انتخاباتي  مبارزوکې ګډون وکړي او د ولايتي شوراګانو دغړيتوب د ترلاسه کولو له لارې خپل هيواد اوخلکو ته دخدمت جوګه شي .
دکابل د ولايتي شورا يوه نوماند شيرمحمد استوار د باخترآژانس خبريال ته وويل  چې ځان يې ولايتي شورا ته نوماندکړى دى. که چيرې وکولى شي دخلکو په رايې سره دکابل ولايتي شورا ته لاره پيداکړي او خپل پروګرامونه او پلانونه د دې لارې د خلکو د ستونزو دحل کولو له لارې اړوندو حکومتي ادارو ته وړاندې کړي.
ده دغه راز تاييد کړه چې  دا ځلې زياترو ځوانانو په دغو انتخاباتي مبارزوکې  ګډون کړى دى.
يوبل ځوان او دکابل د ولايتي شورا يو نوماند حيات الله بخشي د باخترآژانس خبريال ته وويل: ځوانان له جسمي او فکري پلوه ځواکمني لري اوکولى شي  د ولايتي شوراګانوله پتې څخه  په ښه توګه دخلکو  ستونزې حل کړي او په دې اړوند حکومتي مسوولينو ته  عملي پروګرامونه وړاندې کړي.
دکابل د ولايتي شورا يو بل نوماند نجيم الله ملک زاده چې ديرش کلن دى؛ باور لري چې په ولايتي شوراګانوکې د ځوانانو شتون دغه شوراګانې لاپسې پياوړي کوي اولکه څنګه چې زياتره ځوانان په انتخاباتي مبارزوکې په ولايتي شوراګانو کې بريالي شي؛ له شک پرته به د خلکو د ستونزو د څيړنې اوحل کولو لپاره  حکومتي او دولتي مسوولينو ته  ښه اوکاري پروګرامونه وړاندې شي او هم دخلکو ستونزې حل کيږي او هغوى ته لازمې اسانتياوې برابريږي.
د سياسي مسئلو کارپوه پروفيسر ډاکتر نجيب الله امرخيل د ځوانانو دغه اقدام نيک فال بولي او وايي: د ولايتي شوراګانو غړيتوب ته د رسيدو لپاره په انتخاباتي مبارزوکې د ځوانانو پراخ ګډون د دې حقيقت څرګندوى دى چې ځوانان دخپل هيواد له سياسي مسئلو سره زياته علاقمندي لري او غواړي دسياست په ډګرکې ورګډ شي اوخپلو خلکو او هيوادته دخدمت جوګه شي.
ده وويل: څومره چې زموږ ځوانان سياسي پوهه ترلاسه کړي؛ زموږ د هيواد د نن او سبا په ګټه تماميږي. 
دغه سياسي کارپوه څرګنده کړه چې  په هيوادکې د ولايتي شوراګانو په سلوکې څه د پاسه اويا نوماندان ځوانان دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته