امنیت

پنځه تنه وسله وال طالبان دماين دچاودنې له امله ووژل شول.

-کابل – باختر د لړم دمياشتې١٦
دفراه ولايت دخاک سفيد ولسوالۍ په يوه واټ کې دماين دچاودنې له امله نن د وسله والو طالبانو د ډلې ديوه قوماندان په ګډون پنځه تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
دفراه دوالي وياند ناصر مهري باختر آژانس ته وويل:دغه پيښه دخاک سفيد ولسوالۍ دسرخ ديوال په سيمه کې هغه وخت رامنځته شوه چې د طالبانو يو جګپوړى قوماندان حاجي جبار له پنځوتنو افرادو سره يې دماين دچاودنې له امله ووژل شو.
دفراه دوالي وياند مهري زياته کړه:دغه کسان دخپل ماين ښکار شول.
مهري دغه راز دفراه په دغه سيمه د ډول ډول ماينونو دښخولو له امله انديشنه څرګنده کړه او ويې ويل ددغو دچاودنې له امله زياتره ملکي وګړي قرباني کيږي.
سرخ ديوال چې دخاک سفيد ډيره نا امنه سيمه ده وسله وال طالبان پکې زيات شتون لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته