امنیت

درې تنه وسله وال مخالفين له امنيتي ځواکونوسره يوځاى شول .

کابل باختر د ثور لسمه :
ددولت درې تنه وسله وال مخالفين له خپلو دووميلو وسلو سره پرون دکونړ ولايت دمرورې  ولسوالۍ په مربوطاتو کې  د ٢٠١سيلاب قول اردو ځواکونو ته تسليم شول .
د ٢٠١سيلاب قول اردومطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ .  ددولت وسله وال مخالفين هريو دپاکستان دصوبه سرحد  دباجوړواوسيدونکي تاج محمد  دمحمد زبيرزوى او الامين دشيرعلي زوى اودکونړ ولايت دمرورې  ولسوالۍ دچنار کلي اوسيدونکى عرفان دعبدالقدير زوى له دوو کلاشينکوفونو سره  دسيلاب قول اردو ددويمې پلې لوا دويم کنډک ته تسليم شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته