امنیت

په قندهار کې په دوو پېښو کې ۴ مېرمنې او ۳ ماشومان وژل شوي دي

کابل/دمرغومې۲۲مه/باختر
د قندهار ښار د نهمې حوزې په میانکو او د دغه ولایت د سپين بولدک ولسوالۍ په حاجي وردګ کلي کې دوه کورونه نړېدلي دي.
په دواړو پېښوکې لږ تر لږه ۴ مېرمنې او ۳ ماشومان وژل شوي او د مېرمنو او ماشومانو په ګډون ۱۰ نور ټپیان شوي دي.
د قندهار د والي ویاند بهیر احمدي د باختر آژانس سیمه ييز خبریال ته وویل چې په حاجي وردګ کلي کې پرون د واده په مراسموکې یو کور نړېدلی چې درې مېرمنې او درې ماشومان پکې وژل شوي او د مېرمنو په ګډون ١٠ نور ماشومان پکې ټپيان شوي دي.
په ورته وخت کې د قندهار ښاروالۍ ویاند زمری څرګند وايي چې د قندهار ښار نهمې حوزې اړوند په میانکو سیمه کې د زیاتو ورښتونو له امله یو کور نړېدلی دی.
سرچینه زیاتوي چې په پېښه کې یوه سپین سرې مېرمن وژل شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د ورستیو ورښتونو له امله د هېواد په بېلابېلو سیموکې د تګ راتګ لارې تړلې شوې او زیات ځاني او مالي زیانونه یې هم اړولي دي.
پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته