سیاستخبرونه

ډاکټر غلام فاروق اعظم د اوبو او انرژۍ وزارت د سلاکار په توګه معرفي شو

کابل ، د ثور ۱۸مه ، باختر
د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر ملا عبداللطیف منصور، نن ډاکټر غلام فاروق اعظم د دغه وزارت د سلاکار په توګه معرفي کړ.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په همدې مناسب جوړه شوې غونډه کې د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو او انرژۍ معینانو، د وزارت مرکزي رییسانو او کارکوونکو ګډون کړی و.
په دې غونډه کې د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر په خپلو خبرو کې، ډاکټر غلام فاروق اعظم یو نه ستړی کېدونکی مجاهد او ستر علمي شخصیت یاد کړ او په ور سپارل شوې دنده کې یې ورته د بریا هیله وکړه.
د اوبو او انرژۍ وزارت د معلوماتو له مخې؛ ډاکټر غلام فاروق اعظم، د اوبو د سرچینو د پراختیا په برخه کې په امریکا او انګلستان کې د دوکتورا تر کچې زده کړې کړي او د مجاهدینو په حکومت کې یې د ښوونې او روزنې او همدا رنګه د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر په توګه دنده ترسره کړې ده.
د یادونې وړ ده چې د اوبو او انرژۍ وزارت سلاکار له پېژندنې وروسته خپله دنده په رسمي ډول پیل کړه.
وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته