ټولنه

د ګرديزښار د ٢٢٠ کيلو ولټ سبستيشن عملي کار پيل شو

کرديز باختر دوږي دمياشتې لومړۍ نيټه  :
د پکتيا ولايت په مرکز ګرديز ښار او د دغه ولايت د وزى ځدران په سيمه کې   د بريښنا رسولو د شبکې په مقصد د بريښنا د نښلولو د پروژې کار پيل شو.
د دغې پروژې د پرانستلو په مراسموکې د پکتيا والي شميم خان کټوازي، د پکتيا حوزې  د بريښنا رئيس انجنير آصف نيازي، د ملي شورا او د ولايتي شورا استازو، د دولتي ادارو رئيسانو، د سيمې قومي مشرانو  او ژورناليستانو ګډون کړى و.
دغه پروژه د ترکمنستان د وارداتي بريِښنا د ارغندې له سبستيشن څخه تغذيه کيږي چې د پکتيا ولايت مرکز او د وزي ځدران سيمه د بريښنا تر پوښښ لاندې نيسي .
د دغې پروژې لګښت دوه ميليونه ډالره کيږي چې د آسيايي بانک له خوا تمويليږي.
د دغې پروژې د کار په بشپړيدو سره په ګرديز ښار او د وزي ځدران کې په ټوليزه توګه اتلس زره تنه له بريښنا څخه ګټه اخلي .
ټاکل شوې ده دغه پروژه د راتلوونکي ميلادي کال د دسمبر په مياشت کې   بشپړه او ګټې اخيستنې ته وسپارل شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته