امنیت

په فارياب کې څو کلي د طالبانو له شتون څخه پاک شول

کابل/ د غویي ٦ مه / باختر
په فارياب کې څو کلي پرون د پوځيانو په عملياتو د وسله والو طالبانو له شتون څخه            پاک شول.
د فارياب د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالکريم يورش باختر آژانس ته وويل: د شاهين ١١٦ په نامه دويم عمليات چې فارياب د امنيې قوماندان غيب الله سادات په مشرۍ د دغه ولايت په قيصار ولسوالۍ کې ترسره شول؛ د کوز آرزولوق، بلال بيک، ياقارباغ، ريګ رېشن او صوفي قلعه کلي په بشپړ ډول د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاک شول.
هغه زياته کړه: په دغوعملياتو کې پنځه وسله وال طالبان ووژل شول او شپږ نور يې ټپيان شول.
د فارياب د امنيې قوماندانۍ وياند وويل چې په عملياتو کې څلور پوځيان هم ټپيان شول.
پاى ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته