امنیت

دعامې روغتيا وزارت سرپرست په کابل کې دوروستي ځانمرګي بريد دپيِښې دټپيانو پوښتنه وکړه

کابل باختر د ليندۍ دمياشتې  ٢١ :
دعامې روغتيا وزارت سرپرست ډاکتر احمدجان نعيم تيره شپه په ايميرجنسۍ روغتون کې  په استقلال  ليسه کې دډار اچوونکې پيښې  دټپيانو ددرملنې حالت  وکوت. دباختـــرآژانس  دخبــــريال  دخبـــرله مخې : ډاکتراحمدجان نعيم  له پرونۍ ځانمـــرګې پيښې څخه څــــوشيبې وروسته دايميرجنسۍ روغتون  ته  لاړ  اود  پيښې  ټپيانو ته  د بيړنيو خدمتونو دوړاندې کــولـــــو دڅرنګــــوالي بهيريې وکــــوت.
دعامې روغتيا وزارت سرپرست  په داسې حال کې چې د دغه وزارت  دمرکز     د روغتونونو رييس  ورسره  و د باخترآژانس له  خبريال سره په خبرو کې  دټپيانو د علاج او درملنې لپاره دايميرجنسۍ روغتون دروغتيايي کارکوونکو دبيړنيو اقداماتو له امله خوښي څرګنده کړه او ويې ويل چې دهېواد په کچه ټول  روغتونونه دغه شان پيښو ته  دځواب ورکولو لپاره پوره تيارى لري .
ده وويل  داستقلال ليسې  دپيښې لس تنه ټپيان په  ايميرجنسي روغتون کې تر درملنې لاندې  دي او دوى ته په ښه توګه روغتيايي  خدمتونه وړاندې کيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته