اقتصاد

په بلخ ولايت کې په ديارلس کيلومتره سړک کريړاچول کيږي

مزارشريف   باخترد  ثور  دمياشتې  ٢٤ :
د حيرتانو له ښارګوټى د بلخ ولايت ترکلدار ولسوالۍ پورې د ديارلس کيلومتره سړک دترميمولو اوکريړ اچولو کار پرون پيل شو.
دمزارشريف له ښار څخه  دباخترآژانس خبريال خبر راکړ:
دغه سړک د فوايدعامې وزارت له بودجې څخه د درې ديرشو مليونو او يازرو افغانيو په لګښت  کريړ اچول کيږي او ترميمږي .
ديوبل خبرله مخې:
دبلخ ولايت د نوى پوهنتون په انګړکې د څښاک د روغتيايي اوبو درې ژورې څاګانې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې .
دکليو د بيا جوړولو او پراختيا وزارت مالي او اداري معين انجينر عتيق الله خواصي دګټې اخيستنې ته ددغو څاګانو په وخت کې وويل چې دغه څاګانې د کليو د بيا جوړولو اوپراختيا وزارت له بودجې څخه د يومليونو درې سوه زره افغانيو په لګښت  کيندل شوې دي.
خواصي زياته کړه چې دغه څاګانې د يوسلو شلو مترو په ژورتيا کيندل شوې دي چې ددغو څاګانو په ګټې اخيستنې سره به دبلخ ولايت د نوى پوهنتون د محصلانو د څښاک د روغتيايي اوبو ستونزې لرې شي.
دغه رازدبلخ ولايت د ولايتي شورا رييس ډاکتر محمدافضل د کليو د بيا جوړولو او پراختيا وزارت له دغه اقدام څخه  مننه او قدرداني وکړه او ددغه وزارت د لازياتو همکاري غوښتنه يې وکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته