سیاست

جمهور رئیس: له احتیاج څخه خلاصون او عزت په تعلیم کې دی

د کندهار، هلمند، زابل او ارزګان ولایتونو مشرانو او مخورو د افغانستان د اسلامي جمهوریت له جمهور رئیس حامد کرزي سره په کتنه کې په دغو ولایتونو کې د پوهنې د بهیر د پیاوړتیا غوښتنه وکړه.

دجمهور رييس دويندوى مطبوعاتي دفتر دباختر اطلاعاتي اژانس ته خبر ورکړ

په دې کتنه کې چې نن له غرمې وروسته په ارګ کې تر سره شوه، په داسې حال کې چې د ملي شورا، د دودیزه لویې جرګې او د ولایتي شوراګانو غړو ګډون کړی ؤ، معلم سردارمحمد خان، وکیل انورخان، حاجي داوود او مولوي احمد جان د نورو په استازیتوب خبرې وکړې.

هغوی د دودیزې لویې جرګې د بریالۍ پای ته رسېدو له امله د هېواد جمهور رئیس او د افغانستان ټول ملت ته مبارکي وویله.

د کندهار ولایت مشرانو، په ښار کې د څښاک د اوبو د ستونزو د لېرې کولو، له ښار نه تر هوايي ډګر پورې د سړک د دوه طرفه کولو، د خاکریز د سړک د کار د ګړندي کولو او د میرویس روغتون تر څنګ د یوه بل روغتون د جوړولو غوښتنه وکړه.

همدا راز د کندهار استازو په ښار کې د جامع عمر د جومات د کار د ګړندي کولو، په دغه ښار کې دکرنې د پوهنتون د دجوړولو او په شورابک، ارغسان او بولدک ولسوالیو کې د اوبو د بندونو جوړول وغوښتل.

د زابل ولایت مشرانو د هېواد له جمهور رئیس څخه وغوښتل چې په دغه ولایت کې دې خلکو ته د کارموندنې، دبندونو د جوړولو او تعلیم په برخه کې زیاته پاملرنه وکړي.

د ارزګان مشرانو د امنیت د تامین او خلکو ته د آسانتیاوو د برابرولو په برخه کې ددغه ولایت له ادارو څخه خوښي څرګنده کړه او په نظامي تشکیلاتو کې د زیاتوالي غوښتونکي شول.

د هېواد جمهور رئیس د کندهار، هلمند، ارزګان او زابل دولایتونو د استازو د غوښتنو او وړاندیزونو له اورېدو وروسته وویل چې د نورو له احتیاج څخه د خلاصون، په ځان د بسیا کېدنې او عزت لاره داده چې خپلو بچیانو ته د تعلیم لاره وښیو او په دې لاره کې یې هلو ځلو ته وهڅوو.

دغه راز جمهور رئیس وویل چې د کندهار والي توریالي ویسا ته یې دنده سپارلې چې د هندوستان د حکومت په مرسته په دغه ولایت کې د کرنې د پوهنتون د جوړولو د کارونو بهیر وڅاري او په دې برخه کې دې جدي اقدامات تر سره کړي

حامد کرزي په کندهار کې د جامع جومات د کار او دغه راز په دغه ولایت کې د بیارغونې د بهیر د چټکوالي په اړوند ددغو ولایتونو استازو ته ډاډ ورکړ چې په دغو برخو کې به اړین اقدامات تر سره شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته