ښوونه او روزنه

د لوړو زده کړوپه بنسټونو کې د پوهنتونونود درجه بندۍ او تفکیک زمینه برابريږي.

-کابل  باختر د لړم  يوولسمه
په لوړو زده کړو بنسټونو کې د څیړنو د فرهنګ په دودولو سره، د علمي ظرفیتونو پر بنسټ د پوهنتونونود درجه بندۍ او تفکیک زمینه برابريږي. 
دغه ټکى د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ډاکټر عبداللطیف روشان " په لوړو زده کړو کې څیړنې، ننګونې او فرصتونه" تر عنوان لاندې په جوړ شوي سیمینار کې څرګند کړ.
لوړو زده کړو وزارت سرپرست د علمي او اکاډمیکي ظرفیتونو پر بنسټ د پوهنتونونو درجه بندي، یو علمي اصل وباله ویې ویل " علمي څیړنې د تحصیلي بنسټ ستن ده، موږ هڅه کوو چې د هېواد د تحصیلي نظام په جوړښت کې بدلونونه رامنځته کړو."
ده زیاته کړه: «په دې کې شک نشته چې د بدلونونو پر وړاندې به مقاومتونه هم ترسره شي، خو موږ پوهیږو چې څه ډول باید په تحصیلي بنسټونو کې د څیړنو فرهنګ په تدریجي ډول پلی کړو.»
ډاکټر روشان وویل که څه هم موږ په ساینسي او انساني علومو کې ښه ظرفیتونه لرو، موږ باید د نړیوالو تجربو او تیوریو څخه ګټه پورته کړو او موخو ته په رسیدو کې ورڅخه کار واخلو.
دلوړو زده کړو وزارت سرپرست همدارنګه هندوستان هېواد ته خپل کاري سفرته په اشارې سره وویل: په هغه هېواد کې د هند د ساینس او ټکنالوژۍ وزیر هرش وردان او بنګله دېش د ساینس او ټکنالوژۍ وزیر یفیش عثمان سره په لیدنو کې یې د هغوي له خوا د کابل پولي تخنیک پوهنتون څخه د ملاتړ او تجربو شریکولو ډاډ ترلاسه کړ.
وروسته د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي د افغانستان په پوهنتونونو کې د بدلونونو رامنځته کولو پر اړتیاو خبرې وکړې ویې ویل: لوړې زده کړې د علمي څیړنو په برخه کې له ستونزو سره مخامخې دي، په دې برخه کې د ظرفیتونو رامنځته کول هڅو ته اړتیا لري. دلوړو زده کړو وزارت همدغو اړتیاو ته په لیدو سره د علمي څیړنو مقرره جوړه کړې ده چې پر بنسټ به یې د تالیف، ترجمې او څیړنو په موخه د اکاډمیکو چارو دسمون ریاست په چوکاټ کې د علمي څیړنو ریاست رامنځته شي. ده زیاته کړه په دغه تقنیني سند کې د استادانو علمي او څیړنیزو آثار د رامنځته کولو میکانیزم او دا چې څه ډول له دغو آثارو څخه ګټه پورته شي په پام کې نیول شوي.   
په دې سیمینار کې چې د لوړو زده کړوپه وزارت کې جوړ شوی و، د ۱۱ دولتي پوهنتونونو علمي مرستیالانو،د لوړو زده کړو وزارت څیړنو کمیسیون غړو، وزارت د څیړنو امرینو او د پوهنتونونو د کمېټو غړو ګډون کړی و.
د دغه سیمینار موخه د علمي څیړنو د مقررې د مسودې کره کېدل دي چې پر بنسټ یې د علمي څیړنو ریاست رامنځته کیږي. 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته