فرهنګ

د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رياست ته ودانۍ جوړيږي

کابل باختر دتلي اووه ويشتمه :
د يو ويشتو مليونو افغانيو په لګښت د بدخشان ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د ودانۍ د جوړولو تړون د جهان له ساختماني شرکت سره لاسليک شو .
د بدخشان ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رييس شير علي قاسمي باختر آژانس ته وويل: دغه ودانۍ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له پرمختيايي بودجې څخه په دريو پوړونو جوړيږي  چې په ودانۍ کې شپاړلس خونې او دوه سالونونه له نورو ملحقاتو سره يې په پام کې نيول شوي دي او په يوکال کې جوړيږي.
د بدخشان والي احمد فيصل  بيکزاد د تړون د لاسليک کولو په وخت کې وويل چې د دغې ودانۍ د جوړولو له کار څخه دقيقه څارنه کيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته