کابل باختر دکب دمياشتې ١٢:
له دایکنډي ولایت څخه د رقیې په نامه ښځه چې د محمدحنیف میرمن ده، د افغانستان د
اسلامي جمهوریت له جمهوررئیس څخه په یو پرانیستي لیک کې غوښتي و ، چې میړه یې ورته له هېواد بهر د درملنې لپاره ولېږي.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ :
محمدحنیف د بغلان ولایت د تاله و برفک ولسوالۍ په کان کې کارګر و چې په دې وروستیو کې تروریستانو ټپي کړ او دا مهال په غازي امان الله خان روغتون کې تر درملنې لاندې دی.
جمهوررئیس، د محمد حنیف میرمنې سره هندوستان کې د خپل میړه د درملنې په خاطر ۲۵۰زره افغانۍ مرسته وکړه او خپل صحي سلاکار ته یې لارښونه وکړه چې د هغه د درملنې بهیر تعقیب کړي.
0 1 دقیقه لوستل