امنیت

په قندهار کې په يوې پوځې اډې ديرغلګروپه ډله ئيز بريد کې پنځه څلويښت تنه پوځيان شهيدان شول .

کابل باختر د تلې اووه ويشتمه :
په قندهار ولايت کې  دملي اردو په يوې اډې ديوې ډلې  ځانمرګويرغلګرودبريد له امله پنځه څلويښت تنه پوځيان شهيدان شول.
  لسو تنو وسله والو ځانمرګو يرغلګرو تيره شپه  دقندهار ولايت په ميوند ولسوالۍ کې  دپوځيانو په دغې اډې بريد وکړ .
درارسيدلو خبرونو له مخې ، لومړى  يوه يرغلګرپه بمونو بار خپل موټر دملي اردو د چشمو په نامه  ديوې پوځې اډې  ددروازې په وړاندې  وچاوه او نور يرغلګر دغې  اډې ته  په ننوتو سره  له پوځيانو سره  په نښتې لاس پورې کړ .
  دافغانستان په جنوب کې دملي اردو يو جګپوړي قوماندان باختراژانس ته وويل  چې  دوسله والو طالبانو په دې بريد کې پنځه څلويښت تنه پوځيان شهيدان او پنځلس تنه نور ټپيان شول .
  ده وويل  چې ددغې اډې  لس تنه پوځيان  بې درکه دي .  خو پنځه تنه نور پوځيان په  تيښتې بريالي شوي دي .
ويل کيږي  چې  يرغلګرو دغې اډې ته  له ننوتو وروسته  په هر ځاى کې يې  چې سرتيري يې وليدل  ډزې پرې وکړې .
خو  دملي دفاع وزارت وياند دولت وزيري  په دې  ځانمرګي بريد کې  دشهيدو پوځيانو شمير درې څلويښت تنه بولي او وايي  چې په دې بريد کې  نهه تنه  پوځيان ټپيان شوي  او څه ناڅه شپږ تنه نور  بې درکه دي .
  جنرال وزيرى  وايي  چې  په دې بريد کې لس تنه يرغلګر  وژل شوي دي .
ده  ددغه بريد دڅرنګوالي په باره کې  د څيړنو دپيل  خبر ورکړ .
  وسله والو طالبانو  ددغه بريد مسووليت منلې دى . 
  دغه پيښه دپکتيا ولايت  په امنيې قوماندانۍ له مرګاني  ځانمرګي بريد څخه  يوازې  دوه ورځې وروسته رامنځته کيږي ، هغه پيښه چې  دپکتيا ولايت  امنيه قوماندان جنرال  توريالى عبدياني له  شلو تنو نورو پوځيانو او له يو ويشتو تنو ملکي وګړو سره  شهيد شو .
  په افغانستان کې  پوځي  – امنيتي اډې  تل  دامنيتي مامورينو له خوا سختې څارلې کيږي په داسې ډول چې  هغو ته  غځيدلي لارې  دموټرو دتګ راتګ لپاره تړلې کيږي .
دخلکو نيوکه  او پوښتنه په دې کې ده چې يرغلګر  څه ډول کولى شي  له زياتو بندرونو څخه  په تيريدو سره  ځان دغو مهمو  اډو ته ورسوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته