امنیت

په ننګرهارکې د اتو تنو داعشيانو وژل کېدل

کابل/ باختر/ د غويي دمياشتې ٣۱مه
اته تنه داعشيان په ننګرهار ولايت کې د هوايي بريد له امله ووژل شول.
پر دغو داعشيانو  نن سهار د اچين ولسوالۍ په مربوطاتو کې بريد وشو.
  دهېواد په ختيځ کې د ملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باختر آژانس ته وويل چې په دغه هوايي بريدکې اته تنه داعشيان وژل شوي دي.
ده وويل چې دغه داعشيان غوښتل په يوه واټ کې ماين ښخ کړي، چې بريد پرې وشو.
په يو بل خبرکې ويل شوي دي چې په ننګرهار ولايت کې د يو لړ چاودنو مخه ونيول شوه.
  امنيتي مامورينو نن سهار اته ماينونه د دغه ولايت په ګڼ مېشتو لارو کې کشف او شنډ کړل .
د دغو ماينو د ښخونو په تور څوک نه دي نيول شوي.
  ختم- عطاالله – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته