کابل باختر دثور ٢٣
اته اويا کيلوګرامه چرس ډوله نشه يي توکي پرون د ننګرهار ولايت دپوليسو له خوا کشف او ضبط شول .
د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقيوال د باختر آژانس خبريال ته وويل چې دغه نشه يي توکي د دغه ولايت د بهسودو او سره رود ولسواليو په مربوطاتوکې د دغې قوماندانۍ د نشه يي توکو پرخلاف د مبارزې د پوليسو په عملياتوکې کشف او ضبط شول
ده وويل چې درې تنه د دغې پيښې په اړوند ونيول شول اوپه دې باب دپوليسو څيړنې دوام لري .
دمشرقيوال دڅرګندونوله مخې: په دغو عملياتوکې له مشکوکو قاچاقو وړونکوڅخه درې موټرونه هم ترلاسه شوي دي .
ختم_ شکريه – اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ