قندهار باختر و تلې ۴ مه
له قندهار ولایت څخه راتلونکو ټاکنو کې د ولسي جرګې لپاره نوماند محمد ناصر مبارز په یوه غلچکي برید کې وژل شوی.
ځايي چارواکي وايي چې،محمد ناصر مبارز تېر ماښام د قندهار ولایت د خاد کوڅې ته څېرمه په یوه غلچکي برید کې وژل شوی دی.
د قندهار له ولایتي ادراې څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې د دغه برید غندنه شوې او زیاته شوې چې، د دې هيواد زړور ځوانان د هيواد د دفاع په موخه سپېڅلې مبارزه نه پرېږدي او دښمن ته موقع نه ورکوي چې د دې خاورې او خلکو پر ضد راپورته شي.
د دغه برید مسوولیت کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه دی اخېستی .پای/وصال