امنیت

پنځه تنه وسله وال مخالفين ووژل شول

کابل باختردسلواغې دمياشتې   ٥ :

دايساف د ځواکونو په هغو هوايي عملياتو کې چې تيره شپه په کاپيسا ولايت کې ترسره شول پنځه تنه وسله وال مخالفين ووژل شول او يوولس تنه نور يې ټپيان شول .

دباختر اطلاعاتي اژانس ته د٢٠٢ شمشاد ساحوي زون دقوماندانۍ دمطبوعاتي دفتر دمعلوماتوله مخې  دغه عمليات  دکاپيسا ولايت  داله ساى ولسوالۍ په عليشاه خيلو سيمه کې ترسره شول چې له امله يې پنځه تنه وسله وال مخالفين ووژل شول او يوولس تنه نور يې ټپيان شول.

ديادونې وړ ده  دايساف دځواکونو په هغو ورته عملياتو کې چې  دسه شنبې په شپه دکاپيسا ولايت  دتګاب ولسوالۍ په کرم خيلو کلي  کې ترسره شول  څلور تنه وسله وال مختالفين ووژل شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته