سیاست

د افغانستان – استراليا د پارلماني دوستانو د ډلې پرانستل

کابل باختر د ليندۍ اوولسمه :
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د بهرنيو چارو وزارت سياسي معين حکمت خليل کرزي په هغو مراسموکې چې د افغانستان د دوستانو د ډلې د جوړولو په مناسبت د استراليا د پارلمان په مقرکې پرځاى شوي و؛ ګډون وکړ او هغه يې په رسمي ډول پرانستله .
د بهرنيو چارو وزارت د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
حکمت خليل کرزي د استراليا په پارلمان کې د خپلې وينا په ترڅ  کې په داسې حال کې چې د افغانستان سفير وحيدالله ويسي او د دغې ډلې نورو غړو او د افغانستان هيئت هم برخه لرله؛ د استراليا په پارلمان کې د افغانستان د دوستانو د ډلې جوړول د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستۍ د ژورتيا او په نړيوالو برخوکې د زياتو همکاريو لپاره يو مثبت او ارزښتناک ګام وباله او د دغه شان  (پلاتفورمي) د برابرولو په لاره کې يې د ډلې د غړو د ملاتړ له امله مننه او قدرداني وکړه .
  د استراليا په پارلمان کې د افغانستان د دوستانو د ډلې رييسې انتوني والاس چې د استراليا د آزادي غوښتوونکي ګوند استازيتوب کوي؛ د خپلو خبرو په ترڅ کې ټينګار وکړ چې د دغه شان ډلې جوړول د دواړو هېوادونو د اړيکو په پراختيا کې رول لري او د افغانستان له خلکو او حکومت سره د همکاريو په برخه کې مرسته کوي .
  په دې ډله کې له بېلابېلو ګوندونو څخه د استراليا د پارلمان څه دپاسه شلو تنو غړو نومونه ليکلي دي او د پارلمان د غړو د زيات ګډون لپاره علاقمندي شتون  لري .
د بهرنيو چارو وزارت سياسي معين له تروريزم سره په جګړه کې د استراليا د کارنده مشارکت او له افغانستان سره د نړيوال ملاتړ له امله قدرداني وکړه او ويې ويل چې افغانستان به د استراليا سياسي، پوځي او پراختيايي ملاتړ هير نه کړي.
له بلې خوا د بهرنيو چارو وزارت سياسي معين ټينګار وکړ: کلونه کلونه کيږي چې د افغانستان خلک د تروريزم او تاوتريخوالي قربانيان دي او دا په داسې حال کې ده چې له تروريزم سره جګړه پاى ته نه ده رسيدلې، له همدې امله افغانستان او استراليا له تروريزم سره په  جګړه کې اوږد تګلورى په مخکې لري .
په دې پروګرام کې د افغانستان د دوستانو د پارلماني ډلې غړو د افغانستان د دوستانو د ډلې د جوړولو طرحه د سياسي اجماع د جوړولو، د لازمو معلوماتو د تبادلې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سالم  مشارکت لپاره يو مثبت ګام وباله .
د افغانستان د پارلماني دوستانو د ډلې هر يو غړى يوځل او يا له يو ځل څخه زيات افغانستان ته سفر کړى .
   ختم_ عطاالله _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته