امنیت

شپاړس تنه په هلمند کې د جنایي جرمونو په تور ونیول شول

– لښکرګاه ښار/ دوري۱۲/باختر
شپاړس تنه په هلمند کې په جنایي جرمونو کې د لاس لرلو په تورونیول شول .
پولیس وایي چې دغه کسان په وروستیو ۲۴ ساعتو کې د هلمند له ښار او په یوشمېر ولسوالیوکې ونیول شول .
نیول شوي کسان په غلا، شوکمارۍ او د نشه يي توکو په قاچاقو تورن دي .
د هلمند د پولیسو د رسنیو دفتر د خبر پاڼې په خپرولو وایې .چې پولیس دغه
کسان د عملیاتو په بهیر او د موټرو د پلټنې په وخت کې ونیول .
ویل کېږي د نیول شویو کسانودوسیې به ډېر ژر عدلي او قضایي بنسټونو ته ولېږل شي. پای شکریه

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته