امنیت

درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول او يوبل طالب ونيول شو.

کابل باختر دليندۍ دمياشتې ١٧
په ميدان وردګوکې د امنيتي ځواکونو په عملياتوکې درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول؛ دوه تنه نور يې ټپيان شول او يوبل طالب ونيول شو.
دميدان وردګو د والي ويندوى عطاالله خوږياڼي باختر آژانس ته وويل: دغه عمليات تيره شپه دميدان وردګو ولايت دجغتو ولسوالۍ په مربوطاتوکې ترسره شول چې له امله يې درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول؛ دوه تنه يې ټپيان او يوبل طالب ونيول شو .
ديوبل خبرله مخې: د طالبانو يو توغندي چې په ميدان ښارکې د ورانکارو عملونو دترسره کولو په مقصد عيار شوى و؛ له توغولو مخکې دپوليسو دځواکونو له خوا کشف او شنډ کړى شو.
دميدان وردګو د والي ويندوى عطاالله خوږياڼي باختر آژانس ته وويل چې دغه توغندي دطالبانو له خوا دميدان وردګو ولايت په مرکزکې ځاى پرځاى کړى شوى و چې د پوليسو د هڅو له امله له توغولو مخکې کشف او شنډ کړى شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته