کابل / د زمري ۷ مه / باختر
د کندز پولیسو په تېره یوه میاشت کې ٢٩ کسان په دغه ولایت کې د بېلابېلو جرمونو په تړاو نیولي دي.
د کندز د امنیې قوماندانۍ ویاند هجرت الله اکبري باختر آژانس ته وویل چې د دغې قوماندانۍ منسوبينو دغه کسان په څو عملیاتو کې د وژنې، ټپي کولو، وهل او ډبولو، غلا، ځورونې او د نشه یی توکو د قاچاقو او پلورنې په تړاو په کندز ښار کې نیولي دي.
اکبري زیاته کړه چې له نیول شویو کسانو څخه د "کا" زرګونه ټابلېټونه، نشه یي توکي او جرمي وسایل ترلاسه شوي دي.
پاى / سعیده
1 د یوې دقیقې څخه لږ