امنیت

په هلمندکې د طالبانو د ډلې د لسګونو تنو غړو وژل کيدل

کابل باختر د ورې دمياشتې ٣
د وسله والوطالبانو په ډلې پورې اړوند په لسګونو تنه ډار اچوونکي په هلمند ولايت کې د کومانډوځواکونو په ناڅاپي بريدکې ووژل شول.
په دې بريد چې تېره شپه د لښکرګاه ښارته څېرمه د باباجي په کلي کې د طالبانو په يوه ستراتيژيک مرکز ترسره شو، پنځلس تنه نور ډار اچوونکي ونيول شول .
د را رسيدلو خبرونو له مخې: په دغوطالبانوکله چې د يو لړ ډار اچوونکو بريدونو او هم ډار اچوونکو فعاليتونو په سازمان ورکولوبوخت وو؛ بريد وشو.
د کومانډو ځوواکونو وياند احمدجاويدسليم د باختر آژانس خبريال ته وويل چې د کومانډو ځواکونو په دغه بريدکې په لسګونو تنه ډار اچوونکي ووژل شول او پنځلس تنه نوريې ونيول شول .
سليم وايي چې په دې بريدکې د طالبانو ستراتيژيک مرکز ويجاړ شوى او په لسګونو جنګي وسايل د پوځيانو لاس ته ورغلي دي .
ده وويل چې طالبانو له دغه مرکزڅخه د لښکرګاه ښار ځينې سيمې نا امنې کړې وې او د دغې ډلې زياتره ډار اچوونکي بريدونه په دې ښارکې له دغه مرکزڅخه سازماندهي کيدل.
ويل کيږي چې په دې بريدکې سرتيرو او د سيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته