فرهنګ

جمهور ريیس غني : نن د فضا د هغه بدلون لیدو ته راټول شوي یوو چې هنر په کې د جنګ او تاوتریخوالي پر وړاندې ولاړ دی

 کابل/ د تلې ١٨ مه/ باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د سولې لپاره د هنر ګالرۍ په مراسمو کې چې په چهار چنار ماڼۍ کې جوړ شوي وو، ګډون او وینا وکړه.
د جمهوررييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
جمهورريیس نوښتګر انسان د دولت او مدني ټولنې د تشبث نښلوونکې کړۍ وبلله او له خالد دیاني او زهرا دیاني څخه یې د نوښتګرو په توګه مننه وکړه چې د خصوصي سکتور ساحه کې یې په رضاکارانه مدني فعالیتونو او په دولت کې په فعالې ونډې سره تشبث سره یو ځای کړل .
جمهورريیس هیله څرګنده کړه چې هېڅ افغان ځان له یوې ساحې پورې محدود نه کړي، بلکې څو بعدي فکر وکړي.
هغه زیاته کړه: تاوتریخوالي موږ احاطه کړو، خو د افغان فکر هېڅ وخت د تاوتريخوالي تابع نشو.
هغه زیاته کړه: نن د فضا د هغه  بدلون لیدو ته راټول شوي یوو چې هنر په کې د جنګ او تاوتریخوالي پر وړاندې ولاړ دی او دا پیغام ورکوي چې جنګ نه، بلکې تلپاتې سوله د حل لاره ده او په دې برخه کې موږ ابتکاري فکر ته اړتیا لرو.
د هېواد جمهورريیس وویل: وهل شوې لارې نتیجه نه ورکوي، هغه لاره انتخاب کړئ چې نورو نه ده انتخاب کړې. ابتکاري لاره خطر لري، خو په عین حال کې یې پایلې په مراتبو زیاتې دي. هیله ده چې ستاسو نسل د سولې په برخه کې نوښتګر نسل اوسئ.
محمد اشرف غني وویل: مسوول وطندار خپله دنده دولت، خصوصي سکتور او مدني ټولنې ته نه انتقالوي، بلکې ځان مسوول ګڼي او خپل شهروندي حقونه جدي نیسي. د شاهي او دیکتاتوري رژیمونو برعکس د جمهوریت او اساسي قانون مالکیت د خلکو دی او د افغانستان د اسلامي جمهوریت لومړۍ درجه مالکیت د افغانستان د مسوولو شهروندانو دی.
د ملي تدارکاتو ادارې عمومي ريیس الهام عمر هوتکي خصوصي سکتور، ملي تدارکاتو او د دوی د کارکوونکو د لاسته راوړنو د ملاتړ له امله د جمهورريیس مننه وکړه.
هغه وویل: د جمهورريیس په پاملرنه چې له هېواد څخه د جنګ د پاتې شونو او کباړ مخه ونیول شوه، نو له برکته یې څو فابریکې جوړې او داخلي تولیداتو ته ۲۵ سلنه ارزښت ورکول کېږي. 
نوموړي د جنګ له پاتې شونو څخه د ګټې اخیستنې په برخه کې د خالد دیاني د هنر، مهارت او هلو ځلو د ستاینې ترڅنګ په هیواد کې د جنګ پاتې شونو څخه د سولې او جمهوریت دېوال د جوړولو په ګډون په بهر کې د نوموړي د کړنو او هلوځلو یادونه وکړه.
وروسته د جمهورريیس غني په ګډون د کابینې غړو، دولتي اراکینو او د بهرنیو هېوادونو سفیرانو او کورډيپلوماتیک استازو د دلګشا ماڼۍ د ساعت برج ترڅنګ د سولې لپاره د هنر ګالرۍ نندارتون ننداره کړ.
خالد دیاني او زهرا دیاني د مراسمو ګډونوالو ته د ښه راغلاست او د جمهورريیس له پاملرنې څخه په مننې د خپل هنر، کړنو او لاسته راوړنو په اړه معلومات ورکړل او ويې ویل: د جنګ له پاتې شونو څخه د ګټه اخیستنې هنر د لا ځلولو لپاره هلې ځلې کوي او سوله یې یوازینۍ غوښتنه ده.
پاى – ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته