امنیت

یو سړی په ننګرهار له نشه یی توکو سره ونیول شو

جلال اباد/ دغویی/ ۱۸/ باختر
یو سړی په ننګرهار کې د لسګونو کیلو ګرامه نشه یی توکو د لېږدونې په وخت کې ونیول شو.
د رارسېدلو خبرونو له مخې، دغه سړی د نشه توکو انډي په ماهرانه ډول په یو موټر کې ځای پر ځای کړي وو او غوښتل یی پاکستان ته قاچاق کړي چې د شیتوارو ولسوالۍ په مربوطاتو کې وپېژندل شو او ونیول شو.
د ننګرهار د رسنیو دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې له دغه سړي څخه یوسلو اویا کیلو ګرامه چرس ترلاسه شول .
د یوبل خبر له مخې، ١٨ تنه په ننګرهار کې په جنایی جرمونو کې د لاس لرلو په اړوند ونیول شول.
پولیس وایی چې په نیول شویو کسانو د غلا ، شوکمارۍ، انسان تښتونې ،وژنې او د نشه یی توکو د قاچاقو تور لګول شوی دی .
پای / سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته