کابل – باختر دلړم دمياشتې ١٥
دبغلان ولايت دمرکزي بغلان ولسوالۍ دملي امنيت دمديريت نوې ودانۍ نن پرانستل شوه.
دبغلان ولايت دملي امنيت رييس بريد جنرال عبدالناصر باختر آژانس ته وويل : دغه ودانۍ په دوو پوړونو کې د دوه سوه زره امريکايي ډالرو په لګښت دملي امنيت دلوى رياست له پرمختيايي بودجې څخه جوړه شوي چې دولس خونې او ځينې ضروري ملحقات لري.
0 د یوې دقیقې څخه لږ