ښوونه او روزنه

ښځو ته دتحصيلي بورسونو دبرابرولو او ويش په باب دتفاهم ليک لاس ليک.

کابل – باختر د چنګاښ دمياشتې ١٥

په ښځينه قشر دهيواد په دننه او بهر کې دليسانس او ماسترۍ په سويو دتحصيلي بورسونو دبرابرولو او ويش په موخه د لوړو زده کړو  دوزيرې او د آسيا بنسټ د رييس ترمنځ يو تفاهم ليک لاس ليک شو .

ددغه تفاهم ليک دلاس ليک کولو موخه چې د پروموت (USAID) دپروګرام د امريکا دمتحده ايالاتو دنړيوالې پرمختيا د ادارې له لارې له مالي پلوه تمويليږي درهبريت په برخه کې دښځو د ظرفيت لوړول او وده ده چې هغوى په دې بريالۍ کوي چې په راتلوونکى کې دبدلون له مهمو عاملانو په توګه دهغه چاپيريال په پياوړتيا کې فعاليت وکړي چې دښځو د ځواکمن کولو لپاره برابريږي.

دتفاهم ليک دلاس ليک کولو په غونډه کې دلوړو زده کړو وزيرې پوهنوالې ډاکترې فريدې مومند (USAID) د ادارې او د آسيا بنسټ دمرستو له امله دقدر دانۍ په ترڅ کې وويل: دپروموت پروژه يو پنځه کلنى پروګرام دى چې دهغې له مخې دخصوصي لوړو زده کړو په بنسټونو او تحصيلي بورسونو کې د رهبرۍ په کچه دښځو دمسلکي ظرفيتونو دلوړولو په برخه کې برابريږي.

دې وويل ددغه تفاهم ليک له مخې ٧٢٠ زده کوونکي دليسان د درجې دترلاسه کولو په لاره کې انتخاب او په خصوصي پوهنتونونو کې شامليږي . چې له دې جملې څخه ٢١٦ تنه به په لومړي کال کې او ٥٠٤ تنه په دويم کال کې په دې پروګرام کې شامل شي.

دې زياته کړه چې په دويم کال کې به د هيواد له ټولو ولايتونو څخه ١٨٠ تنه دماسترۍ په سويه دلوړو زده کړو لپاره هندوستان ته واستولې شي.

وروسته د آسيا بنسټ رييس عبدالله احمدزي ددغه بنسټ دفعاليتونو په اړوند معلومات ورکړل او ويې ويل چې له زياتو کلونو راپه دې خوا دغه بنسټ دهيواد دلوړو زده کړو په برخو کې همکاري کوي.

ده هيله وکړه چې په راتلوونکو پنځو کلونو کې له ښځينه قشر څخه يو شمير مشرانې چې وکولاى شي دهيواد د رهبرۍ په کچه کې رول ولري ، ددغه پروګرام له لارې ټولنې ته وړاندې کړي.

په پاى کې د لوړو زده کړو دوزيرې او د آسيا بنسټ درييس له خوا يو تفاهم ليک لاس ليک شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته