قندهار باختر د چنګاښ ۱۷ مه
د قندهار ولایت په خاکریز ولسوالۍ کې لس تنه وسله وال طالبان وژل شوي او پنځلس تنه نور ټپيان شوي دي.
ځايي چارواکي وايي چې دغه وسله وال طالبان د ګډو افغان ځواکونو د چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې وژل شوي دي.
د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند جګړن یحیی علوي د باختراژانس سیمه یېز خبریال ته وویل چې په ترسره شویو علیاتو کې افغان ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی.پای/وصال