کابل باختر دوږي دمياشتې اوومه نيټه :
د کوچيانو د ليسې د نوې ودانۍ د جوړولو کار پرون د لوګر ولايت په پل علم ښارکې پيل شو.
د دغې ليسې د ودانۍ د جوړولو د کار په پيل کې د لوګر والي محمدحليم فدايي، د ولايتي شورا غړو، د پوهنې رئيس او د دغه ولايت نورو مسوولينو ګډون کړى و.
د لوګر ولايت د پوهنې رياست وياند شاهپور عرب باختر آژانس ته وويل چې د کوچيانو د ليسې نوې ودانۍ په دريو پوړونوکې جوړيږي چې شل درسي خونې او ضروري ملحقات پکې په پام کې نيول شوي دي او د شلو ميليونو افغاينو په لګښت جوړيږي .
د لوګر ولايت د پوهنې رئيس انجنير محمداکبر ستانکزي وويل چې همدا اوس پنځه سوه تنه کوچيان زده کوونکي په يوه نامناسبه ودانۍ کې په زده کړې بوخت دي .
0 1 دقیقه لوستل