امنیت

پنځه وسله وال طالبان په قندهارکې ووژل شول

کابل/ د لړم ٢٦مه/ باختر
د قندهار په میوند ولسوالۍ کې ۵ ډار اچوونکي په چاڼیزو عملیاتوکې ووژل شول.
د کورنیو چارو وزارت د مطبوعاتي دفتر سرپرست نصرت رحیمي باختر آژانس ته وویل: امنیتي ځواکونه له درې ورځې رادېخوا د قندهار په میوندکې په چاڼیزو عملیاتو بوخت دي.
په نویو پر مختیاووکې ۵ ډارو اچوونکي وژل شوي او ۴ نوريې ټپیان شوي دي او په عملیاتوکې د طالبانو یو قوماندان نیول شوی دی او د شلغمي، قلعه شاه میر او رنګ ریزانو کلي د تروريستانو له شتون څخه پاک شوي دي. دغه راز د دغې ولسوالۍ په مندوزي کلي کې د تروريستانو څو ارتباطي کانالونه او پټنځایونه هم ویجاړ شوي دي.
د يو بل خبر له مخې:
د زابل په شاه جوى ولسوالۍ کې د پوليسو او ډاراچوونکو ترمنځ نښته کې يو ډار اچوونکى وژل شوى دى او د دښمن دوه موټرسايکلونه، مهمات او يوه اندازه چاودېدونکي توکي د پوليسو لاس ته ورغلي دي.
پای/شکریه

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته