خبرونهاقتصادTOP

د پنجشېر څه باندې ۲ زره قیراطه زمرد د نږدې ۹۵ زره ډالرو په ارزښت وپلورل شول

کابل، د کب ۲۲مه، باختر

د پنجشېر د کانونو او پټروليم رياست مسوولینو نن د دغه ولايت له کانونو د تازه استخراج شویو زمردو د پلورلو خبر ورکړی دی.

د دغه ولایت د کانونو او پټروليم رييس مولوي محمد قاسم اميري باختر آژانس ته وويل، چې د پنځلسم ځل لپاره د هېواد پر سوداګرو ۲ زره ۵۴۷ قيراطه زمرد د ۹۴ زره او ۸۰۰ ډالرو په ارزښت د کانونو د څارنې کمېټې، د سیمه ییزو چارواکو او سوداګرو په شتون کې د داوطلبۍ له لارې وپلورل شول.

مولوي امیري زیاته کړه، چې تر دې وړاندې هم په څوارلسم ځل څه کم ۷ زره قیراطه زمرد د څه باندې ۲۱۷ زره ډالرو په ارزښت وپلورل شوي وو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته