امنیت

د بن لادن د کورنۍ د يو غړي نيول کيدل

رياض باختردلړم يوويشتمه :
په عربستان کې د نيول شويوکسانو دنوم لړ په سرکې د دغه هېواد د يوه مشهورې کورنۍ د يوه غړي نوم هم شتون لري .
  د اسامه بن لادن ناسکه ورور او د عربستان له حکومت سره د قرارداد د لوري د يوه کمپني رييس بيکر بن لادن شامل دى .
دغه نيونه په عربستان کې د يوازنى ساختماني شرکت په توګه د عربستان له حکومت سره د بن لادن د کمپنۍ د څه دپاسه يوې لسيزې همکارى پاى و .
  د عربستان د حکومت د څرګندونو په دې دوسيه کې يو دپاسه دوه سوه تنه چې  سل ميليارده ډالره ناروا عايد او بډې پکې شاملې دي؛ نيول شوي دي .
  د عربستان انتقاد کوونکي دغه نيونې د دغه هېواد د وليعهد د قدرت د ستنو د ټينګښت په لاره کې د شهزاده  محمد بن سلمان له خوا يو خطرناک عمل بولي.
که څه هم د بيکر بن لادن او د نوروکسانو نيونه د تيرو تړونونو د پاى ته رسيدو څرګندوى دى، په عربستان کې د نويو سوداګرو شتون ته د اړتيا په باب يو څرګند پيغام دى چې د تيلو د بيو د کمښت له پلوه کړيږي .
د عربستان د وليعهد محمد بن سلمان تر نظر لاندې په دې وروستيو وختوکې له فساد سره د مبارزې کمېټه جوړه شوې ده چې د تورنو کسانو د نيونې او د ممنوع الخروج کولو د قرار دصادرولو قدرت لري.
ځينو رسنيو خبرورکړى دى؛ داسې بريښي چې دغه بدلونونه د عربستان د وليعهد د قدرت د ستنو د ټينکښت په لاره کې دي.
ختم- ف_ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته