سیاست

تبصره

کابل باخترد کب اتمه :
د افغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي د امريکا له جمهور رييس بارک اوباما سره په خپلو وروستيوټيلفوني خبروکې يوځل بيا په دې ټکي باندې ټينګار وکړچې د امنيتي او دفاعي قرارداد له لاسليک کولومخکې دې په هيوادکې د سولې عملي بهيرپيل شي او دا د افغانستان دخلکو يوه حياتي غوښتنه ده.
د باخترآژانس مبصر ليکي: د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رييس او د امريکا جمهور رييس په دې وروستيو وختوکې ټيلفوني خبرې وکړې. دغه خبرې له څو مياشتې ځنډ وروسته وشوې. لکه څنګه چې هيله يې کيده، په دغو ټيلفوني خبروکې د خبرو وړ ځينې مسئلې چې د دواړو هيوادونو ترمنځ اړيکې يې تر يوې اندازې پورې زيانمنې کړې دي؛ وڅيړلې شوې. له دې جملې څخه د افغانستان او امريکا ترمنځ د امنيتي او دفاعي همکارۍ قرارداد چې لاسليک کول يې د ځينو دلايلو او دافغانستان د دولت له خوا د وړاندې شويو شرطونو له امله ځنډول شوى دى. په داسې حال کې چې د امريکا د متحده ايالاتو دولت د هغه په ژر لاسليک کولوباندې ټينګارکوي. د امنيتي او دفاعي همکاريو د قرارداد طرحې له لوړو او ژورو ډک بهير وواهه.
سره له دې چې يوې مشورتي جرګې د افغانستان د خلکو په استازيتوب هغې ته رايه ورکړه، خو د افغانستان دولت د تروريزم او تيري په باب د امريکا د دولت دنه تعريف او د يو داسې ضمانت د روکولو په ګډون چې دغه قراردادوکولاى شي په فغانستان کې سوله او ثبات تضمين کړي او زموږ د هيوادپه وړاندې د ډول ډول بهرنيو لاسوهنو او تيري مخه ونيسي؛ د يو لړ دلايلوله مله دهغه له لاسليک کولو څڅه ډډه وکړه او تراوسه پورې  په خپلو دغو شرايطو ولاړ دى.
په هغو ټيلفوني خبروکې چې په دې وروستيو وختوکې د دواړو هيوادونو افغانستان او امريکا د جمهورو رييسانو ترمنځ وشوې؛ د ځينو مسئلو تر څنګ، د امريکا جمهور رييس بارک اوباما يوځل بيا ددغه قرارداد دلاسليک کولو غوښتنه وکړه او حامدکرزي دغه ټکى په ډاګه کړچې موږ ددغه قرارداد پلويان يو خو په لومړى ګام کې بايد په هيوادکې د سولې عملي بهير پيل شي او دا د افغانستان  د خلکو حياتي غوښتنه ده .
حامدکرزي په دغو ټيلفوني خبروکې له بارک اوباما څخه وغوښتل چې د سولې د بهير دعملي پيل په مقصد دې ګډ کار پيل شي چې ددغه قرارداد د لاسليک کولو لپاره زمينه برابره شي .
دچارو د کارپوهانو په باور: سره له دې چې يوې مشورتي جرګې د افغانستان د خلکوپه استازيتوب د امريکا له متحده ايالاتو سره د امنيتي همکاريو د قرارداد د لاسليک کولو په نسبت رايه ورکړه، خو هير دې نه شي چې سوله دافغانستان دټولو خلکو غوښتنه ده او هغه سندچې ونه کړاى شي د افغانستان دخلکو دغه شان غږ ته ځواب ووايي او دخلکو په برخليک اغيزمن نه وي؛ لاسليک کول به يې کوم ګټه ونه لري .
ښه به وي چې زموږ امريکايي دوستان او د هغوى لويديځوال شريکان هغه څه چې د افغانانو ګټې دي او دغه ګتې کولاى شي زموږ د امريکايي دوستانو او د هغوى د لويديځوالومتحدينوګټې هم تامين کړي؛ رعايت کړي اوهغه دې په پام کې  ونيسي او د سولې او ثبات په ټينګښت کې دې له افغانانو سره مرسته وکړي.
ځکه هغوى د قدرتمندو هيوادونو په توګه په سيمه ئيزوحالاتو او جرياناتو اغيزمن  دي اوکولاى شي حالات ښه کړي.
د دواړوجمهورو رييسانو له وروستيو خبرو څخه په ډاګه کيږي چې ددغه شان همکاري لپاره انګيزه شته.
لکه څنګه چې د جمهوري رياست په خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې د دواړو هيوادونو جمهورو رييسانو د دوه اړخيزو همکاريو په پراختيا باندې ټينګار وکړ او د امريکاجمهور رييس زياته کړه چې د امريکا متحده ايالات د يو باثباته او يوموټى افغانستان ملاتړ کوي او له دغه هيواد سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي.
دافغانستان خلک دامريکا دجمهور رييس دغه شان ژمنه نيک فال بولي او دهغې په عملي تطبيق باندې ټينګارکوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته