سیاست

جمهوررئیس غني: موږ د جنګ او سیاست په دواړو ډګرونو کې بریالي یوو

کابل باختردکب دمياشتې١٠ نيټه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د ملي دفاع وزارت په مقر کې د ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د نمانخنې په ملي ورځ "د کب نهمه" کې ګډون او وینا وکړه.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ
د هېواد جمهوررئیس د تشریفاتو د قطعې له معاینې وروسته د ملي وسله‌ والو ځواکونو د شهیدانو په یاد د ملي دفاعي ځواکونو د شهیدانو منار ته د ګلو ګېډۍ کېښوده او د وسله‌ والو ځواکونو د شهیدانو پاک روح ته یې دعا وکړه.
جمهوررئیس غني د ملي امنیتي او دفاعي د ملي ورځې "د کب د نهمې" د مبارکۍ د ورکړې تر څنګ هغوی ته په خطاب کې وویل:"تاسې د ټولنې له منځه راپورته شوي او ولس پورې تړلي یاست، نن افغانستان په تاسې ویاړي او زه د وسله‌ والو ځواکونو د اعلی سرقوماندان په توګه ستاسې، زړورتیا، قربانۍ او د افغانستان ملي بیرغ او خاورې ته تعهد ستایم."
جمهوررئیس غني د ولس د ټولو اقشارو په ځانګړي ډول دیني عالمانوڅخه چې په دې وروستیو کې يې د واحدې اجماع له لارې له ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو هر اړخیز ملاتړ کړی دی، قدرداني وکړه.
جمهوررئیس او د وسله‌ والو ځواکونو اعلی سرقوماندان د کابل پروسې کنفرانس او میلمنو د امنیت په ټینګښت کې د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو له هڅو مننه وکړه. هغه د هېواد له وسله ‌والو ځواکونو څخه دنړيوال ځواکونو له ملاتړ او همکارۍ په ځانګړۍ ډول په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ د عمومي قوماندان جنرال نیکلسن څخه مننه وکړه.
د وسله ‌والو ځواکونو اعلی سرقوماندان د وسله‌ والو ځواکونو منسوبین مخاطب کړل، وې ویل: تاسې ناممکن، ممکن کړ، ځکه خلک د انتقال پروسې پر مهال د نظام په تداوم بې باوره و او دا تاسې وی چې دا باور مو رامنځته کړ.
هغه څرګنده کړه، د سولې، ثبات او د امنیت په ټینګښت کې ستاسې هر ګام ستاسې د برحق ملي موقف استازیتوب کوي چې د افغانستان د دولت او خلکو له هر اړخیز ملاتړ نه برخمن دی او زموږ ژمنه  امنیتي او دفاعي ځواکونو او د هغوی پاتې کسانو ته پاملرنه ده.
جمهوررئیس غنی د سولې په اړه وویل، موږ د سولې په اړه خپل وړاندیزونه د کابل پروسې په کنفرانس کې په خورا جرات او په بشپړ باور، په څرګند ډول خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو سره مطرح کړل او هغه مو ځواکمن موقف څخه وړاندې کړل.
جمهوررئیس غني سوله د افغانستان مهمه اړتیا وبلله او ټینګار یې وکړ چې دا مهال په دې اړه یوه سراسري اجماع جوړه شوې ده او پرون د کابل په کنفرانس کې د سولې په پلان کې وړاندې شوه او موږ به دا په بشپړجرئت تطبیقوو.
جمهوررئیس محمداشرف غني څرګنده کړه چې د سولې په بحث کې د ښځو حقوق په هیڅ ډول د معاملې وړ نه دي او د افغانستان د ټولو ښځو له مدني حقونو څخه به په هر اړخیز ډول دفاع کېږي، زموږ خلک د پایدارې سولې او سوکاله راتلوونکي غوښتوونکي دي.
جمهوررئیس وویل، موږ د جنګ او سیاست په دواړو ډګرونو کې بریالي یوو او د غازي امان خان د نابشپړ شوي څپرکي د بشپړولو لپاره ګډې هڅې کوو، افغانستان موږ ته چا نه دی رابښلی، موږ په خپلو قربانیو استقلال او آزادي تر لاسه کړې ده.
جمهوررئیس زیاته کړه، په داسې حال کې چې سولې ته هیله‌من یوو، جنګ د خپل حال واقعیت ګڼو، د جګړې په میدان کې تعلل او غفلت د منلو وړ نه دی او باید له ځانه د مشروع دفاع او دښمنانو سره د مبارزې لپاره لازم چمتوالی ولرو.
د وسله ‌والو ځواکونو اعلی سرقوماندان د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو لاسته راوړنو ته په اشارې وویل، د امنیتي او دفاعي ځواکونو ترمنځ راغلې همغږي، مدیریت او په امنیتي او دفاعي ځواکونو کې سالمه رهبري وستایله او همدارنګه یې وسله ‌والو ځواکونو سره د عدلي او قضايي سکتور همکاري او ملاتړ څخه مننه وکړه.
جمهوررئیس څرګنده کړه چې زموږ د خاورې خوندیتوب ستاسې د همغږۍ پورې تړلی دی دا قوت ستاسې له قوت څخه سرچینه اخلي. هغه د امنیتي او دفاعي ځواکونو په ارګانونو کې د سرتاسري اصلاحاتو په دوام ټینګار وکړ وې ویل، حکومت غواړي داسې وسله ‌وال ځواکونه په میراث پرېږدي چې ستونزې ونه لري.
هغه د امنیتي ځواکونو د څلورکلن پلان له تطبیق څخه خوښي وښوده او زیاته یې کړه چې د دغه پلان له برکته به د قانون حاکمیت په خاطر قوه په مشروع ډول استعمال شي. جمهوررئیس وویل، د وسله ‌والو ځواکونو بله لاسته راوړنه به د ملي شورا، د ولسوالیو شوراګانو او د جمهوري ریاست د ټاکنو امنیت ټینګښت وي.
د وسله ‌والو ځواکونو اعلی سرقوماندان څرګنده کړه چې د وسله‌ والو ځواکونو په اړه زموږ تعهد دوه اړخیز دی او په بشپړ قاطعیت به ورڅخه دفاع کوو، تاریخ به د افغانانو په وړاندې ستاسو له محبت، قربانیو او هر اړخیزو ژمنو په نیکۍ یادونه وکړي. هغه زیاته کړه: راتلونکی نسل به د اوسني نسل اتلولي په زرینو کرښو ثبت کړي.
په دغو مراسمو کې اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله، د ملي دفاع او کورنیو چارو وزیرانو، د ملي امنیت عمومي رئیس او د ملي دفاع لوی درستیز جلا جلا ویناوې وکړې او په خپلو خبرو کې يې تروریزم سره په مبارزه او د خلکو په دفاع کې د هېواد د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو قربانۍ او هڅې وستایلې.
په دغو مراسمو کې د ملي دفاع وزارت په وړاندیز او د جمهوررئیس په منظورۍ د ملي دفاع وزارت لوی درستیز جنرال شریف یفتلي د ډګر جنرالۍ له رتبې څخه ستر جنرالۍ ته ترفیع وکړه. همدارنګه د کب د نهمې په مناسبت د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو یو شمېر منسوبینو ته تروریزم سره د مبارزه او د امنیت په ټینګښت کې د هغوی د هڅو د درناوی په خاطر دولتي مډالونه، نښانونه، ستاینلیکونه او نقدي مرستې ډالۍ شوې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته