امنیت

په روزګان کې ددريو ملکي وګړو دوژل کېدو ادعا څېړل کېږي .

-کابل /  دليندۍ ٢٩مه / باختر:
دروزګان دپوليسو په ډزو کې ددريو ملکي وګړو دوژل کېدل  ادعا دڅېړنې په حال کې ده .
دروزګان پوليس وايي  که چېرې دغه  ادعا سمه ثابته شي له عاملانو سره به يې  قانوني چلند وشي
دروزګان په ګيزاب ولسوالۍ کې کليوالي اوسيدونکي ادعاکوي چې امنيتي مامورانو په ملکي وګړو ډزې کړې  دي هغه پېښه چې ويل کېږي په پايله کې يې يوه ښځه او دوه نارينه ووژل شول او دوه نور ملکي وګړي ټپيان شول .
دروزګان دپوليسو يوه مقام باختراژانس ته وويل چې ددغې پېښې دڅرنګوالي په بار ه کې  څېړنې پيل شوي دي .
مقام وويل: که چېرې  دغه ادعا سمه ثابته شي  عالمان به يې  دقانون منګولو ته وسپارل شي .
درارسېدلو خبرونوله مخې، پوليسو په ګيزاب  کې ديوه کلي اوسيدونکو ته  له خپلو کورونو څخه دوتلو امر کړى دى .
پوليسو ادعا  لرله چې هغوى  په خپلو کورونو کې  دطالبانو په ډلې  پورې اړوندو کسانو ته ځاى ورکړى وو .
ددغې پېښې شاهدان وايي چې دپوليسو دامر په وړاندې دکليوالو له درېدو وروسته ، امنيتي مامورانو په هغوى ډزې وکړې .
  ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته