امنیت

په ننګرهارکې د پوځيانو په نويو بريدونوکې د٢٩ تنو داعشيانو وژل کيدل

کابل باختر د زمري دولسمه : د داعش د ډلې ٢٩ تنه غړي د هېواد په ختيځ کې د ځانګړو ځواکونو په نويو بريدونوکې ووژل شول . په دغو ډار اچوونکو تېره شپه د ننګرهار ولايت په ځينو سيمو کې هوايي او ځمکني بريدونه شوي دي . د هېواد په ختيځ کې د ٢٠١سيلاب قول اردو يوه قوماندان باختر آژانس ته خبر ورکړ چې دتيرې شپې په نويو بريدونوکې ٢٩ تنه داعشيان ووژل شول . ده وويل: په دغو داعشيانو دننګرهار ولايت په تيره بيا دروداتو ، خوږياڼي ، اچين او کوټ د ولسواليو په مربوطاتو کې د دوى په سنګرونو بريدونه شوي دي. د را رسيدلو خبرونوله مخې،: په دغوهوايي او ځمکنيو بريدونوکې د داعشيانو څو مرکزونه او پټنځي له ټولو جنګي وسايلو سره يې دړې وړې شوي دي . په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې پوځيانوپه ننګرهار کې د يولړ چاودنو دترسره کولو لپاره دطالبانو طرحه ناکامه کړه . امنيتي مامورينو نن سهار د ننګرهار ولايت له ګن ميشتو لارو څخه څلورماينونه کشف او شنډ کړل . د دغو ماينونو د ښخولو په اړوند څوک نه دي نيول شوي. په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې پوځيان په ننګرهار ولايت کې د ډار اچوونکو د جنګي وسايلو د يوه ډيپو په کشفولو بريالي شوي دي. دغه ډيپو جلال اباد ښار ته څيرمه د ډار اچوونکو په پټنځي کې ساتل کيدل له دغه ډيپو څخه يوه اندازه سپک او درانده جنګي وسايل ترلاسه شوي دي . سيمه ييز مقامات وايي چې داعشيانو له دغو ډيپو کانود وسلو او مهماتو څخه په خپلو ډار اچوونکو بريدونوکې استفاده کوله . ختم_عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته