امنیت

دشاهين قول اردو يو زرو څلور سوه تنو سرتيرو ته روزنه ورکړه.

کابل – باختر د کب دمياشتې ١١
څه دپاسه يو زرو څلور سوه سرتيري پرون دهيواد په شمال کې د ٢٠٩ شاهين قول اردو دقوماندانۍ له روزنيز مرکز څخه له لسو اوونيو زده کړې وروسته دملي اردو په ليکو کې جذب شوي دي .
دغه سرتيري دخپلې زده کړې له بهير څخه رضايت لري او وايي چې دهيواد ،ناموس او دخلکو د دفاع لپاره تيار دي او نوربهرنيو ځواکونو ته اړتيا نشته.
د ٢٠٩ شاهين قول اردو له روزنيز مرکز څخه دغو فارغانو خپل فراغت ديوې غونډې په ترڅ کې ونمانځه او دخپل دهيواد او خاورې د دفاع لپاره يې خپلو خلکو ته دهر ډول تياري ډاد ورکړ.
چې نور په هيواد کې د بهرنيو ځواکونو شتون ته اړتيا نشته او دخلکو د مال او د سرساتنې لپاره له هر ډول قربانۍ او ځان تيريدنې ته تيار دي.
د ٢٠٩ شاهين قول اردو مرستيال جنرال رجب علي راشد دخبرو په ترڅ کې وويل دغو سرتيرو د روزنې په بهير کې درندو او سپکو جنګي وسايلو دکارولو ،موټر چلوونې او دجګړې په ډګر کې دلومړنيو مرستو لارې چارې زده کړې دي او دملي دفاع وزارت د مسولينو له پريکړې سره سم او د امنيې ځواکونو د اړتيا له مخې دهيواد په شمال او شمال ختيځه حوزه کې جذبيږي . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته