فرهنګ

داساسي قانون دتصويب نهمه کاليزه ونمانځل شوه .

کابل _ باختر دمرغومي شلمه
   دافغانستان داساسي  قانو ن دتصويب  نهمه کاليزه نن دشهيدانو ، معليونو کار او ټولنيزو چارو وزارت له خوا ونمانځل شوه .
   دباختر اژانس دخبر له مخې ،  په هغې غونډه کې چې له همدې امله ددغه وزارت  دمسوولينو او کارکوونکو او داساسي قانون  په تطبيق باندې د څارنې دخپلواک کميسيون داستازي په ګډون جوړه شوې وه  دشهيدانو معلولينو کار او ټولنيزو چارو وزيرې  آمنې افضلي داساسي قانون دارزښت په باب خبرې وکړې او وي ويل  اساسي قانون  دټولو هيوادونولپاره  يو مهم اوملي  معتبر سند دى  او دبشري ټولنې او دخلکو ډيره ستره  اړتيا ده .
  دغه راز په دې غونډه کې  دکابل پوهنتون دحقوقو اوسياسي علومو دپوهنځي استاد پوهنمل محمد جعفر کوهستاني داساسي قانون  دتاريخچې او دافغانستان دتيرو او اوسنيو نظامونو په جوړښت کې  دهغه  دتګلوري په باب معلومات ورکړل .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته