کابل باختر د ثور د مياشتې ١٥ :
په تخار ولايت کې دنجونو ديوه ښوونځي په لسګونو تنو زده کوونکي نن مسموم شول.
دميرملا دښوونځي دشپيتو تنو زده کوونکو دمسموميت دليل روښانه شوى نه دى خو ويل کيږي چې نن له غرمې مخکې دوى يو په بل پسې روغتون ته ليږدول شوي دي .
په همدې حال کې دتخارپوليس وايي چې ددغه مسموميت دڅرنګوالي په باب
څيړنې پيل شوي دي .
يوشمير دغه زده کوونکي دښوونځي په فضا کې دمسموونکو توکو دخپريدو په دليل او يوشمير نور يې په دغو موادو ددوى دښوونځي داوبو دککړتيا په دليل مسموم شوي دي.
تراوسه پورې ددغو زده کوونکو دمسموميت مسووليت چا په غاړه نه دى اخيستى . که څه هم پخوا دزده کوونکو دمسموميت په لسګونو پيښو کې وسله وال طالبان مسوول بلل شوي دي.
0 1 دقیقه لوستل