سیاستخبرونهاقتصاد

د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر د ترکیې له سفیر سره وکتل

 کابل، د چنګاښ ۲۳مه، باختر

د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور نن په کابل کې د ترکیې له سفیر جهاد ارګین آی سره وکتل.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ دغه وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په دې کتنه کې دواړو لوریو د ترکیې او افغانستان ترمنځ پر ښو، اوږد مهاله او دوستانه اړیکو خبرې کړې دي.

د ترکیې سفیر ویلي دي: موږ د افغانستان او خلکو سره  یې ژورې اړیکې لرو او د دواړو هېوادونو اړیکې دوستانه دي.

هغه دغه راز څرګنده کړې چې هېواد به یې د افغانستان له خلکو سره په بېلابېلو برخو کې همکاري وکړي.

همدا رنګه، د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر په خپلو خبرو کې ویلي چې دغه وزارت د ټولو هغو ملي او نړیوالو پانګه والو هرکلی کوي چې غواړي په افغانستان کې د کانونو په سکټور کې پانګونه وکړي او د هغوی لپاره به زمینه برابره کړي.

د کتنې په پای کې، له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون له لارې د تېر حکومت د سیاسیونو د راستنېدو په اړه هم خبرې شوې دي.

وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته