کابل باختر د غبرګولي يوولسمه :
دپکتيکا په ولايت کې دطالبانو پوځي مسوول کبير حلال دپوليسو دځواکونو په ځانګړو عملياتو کې ووژل شو .
دپکتيکا ولايت دملي امنيت يوه خبرځاى دباختراژانس خبريال ته وويل ديوسف خيلو ولسوالۍ دخرمين په سيمه کې نن دپوليسو دځواکونو په ځانګړو عملياتو کې نن دکبير حلال په نامه دطالبانو پوځي مسوول ووژل شو .
خبرځاى زياته کړه دغه سړي ديوسف خيلو ولسوالۍ په مربوطاتو کې په زياترو تروريستي بريدونو کې فعاله ونده لرله .
0 د یوې دقیقې څخه لږ